جلال اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

1447/4/19
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ننګرهار ولایت په کور او ښار جوړولو ریاست کې شته د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم یې د دغه ریاست د محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي په لارښوونه او همکارۍ د لومړۍ ناحیې په اړوند برخو کې څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د لومړۍ ناحیې اړوند درمسال سره نږدي ځاى چې د سولې پارک په نوم ياديږي، د ننګرهار ښاروالۍ محترم ریاست له لوري يو کس ته په قرارداد ورکړل شوى، چې لاندې ځمکتلۍ (تهکوي) او پورته شنه ساحه ټاکل شوې، خو قراردادي شرکت غوښتل چې له شنې ساحي څخه سوداګریزه ګټه پورته کړي.
نوموړی وایي وایي، یاده چاره د ښاري اصولو او معیارونو خلاف عمل دی او له همدې امله یې د دغه اقدام مخنیوی وکړ.
دغه راز، د یاد اقدام تر مخنیوي وروسته د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي مديريت د ننګرهار ولايت محترم مقام او د ننګرهار ښاروالۍ محترم رياست هم خبر کړي دي.