په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري کلینیک ودانیزې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۴/۲
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د ۲۵ بستري روغتیایي کلینیک د جوړېدو له پروژې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د دې تعمیر د چپس کارۍ، د ساحې لیول کاري، ښځینه او نارینه انتظار خونې، د موټرو تم ځای، د پلې لارو د کانکریټ اچونه او د پي وي سي دروازو د نصبولو چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د هر ډول عملي کار له پیل وړاندې دې د کارونې مواد لومړی د یونسیار موسسې لابراتوار ته د ازموینې لپاره واستوي، څو د کیفیت د تایید وروسته د کار اجازه ورکړل شي.
د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۵ بستري روغتیايي کلینیک د جوړېدو پروژه د خلکو د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره یوه مهمه عامه پروژه ده. د دې کلینیک له بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي د لومړنیو او اساسي روغتیايي خدماتو په برخه کې له ډېرو اسانتیاوو برخمن شي.
