په ننګرهار کې د مسجد شریف د اعمار چارې بشپړې شوې
۱۴۴۷/۳/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حافظ محمد نبي سعیدي وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ترانسپورت ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د اعمار له پروژې څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړې ده.
ښاغلي مولوي سعیدي وویل، د مسجد اعمار په بشپړ ډول د نقشې او مشخصاتو سره سم او په ټاکلي وخت کې ترسره شوی چې ټول ساختماني کارونه یې ۱۰۰٪ بشپړ شوي دي.
محترم رئیس زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه تل هڅه کوي چې په ښار کې ټولې پروژې د انجینري معیارونو او نقشي سره سم عملي شي.
د یادولو وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت متعهد دی چې د انجینري معیارونو په رڼا کې خلکو ته د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
