د اداري اصلاحاتو او امرخیل ښارګوټو د ښاري سرغړونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۴
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د ښاري تخلفاتو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري چارو د څارنې په لړ کې د اداري اصلاحاتو او امرخیل ښارګوټو څخه لیدنه وکړه.
د ښاري تخلفاتو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د څېړنې پر مهال څرګنده شوه چې د میدان وردک ولایت په اداري اصلاحاتو ښارګوټي کې ټولې ښاري سرغړونې پخوانۍ دي او تازه سرغړونې نه دي رامنځته شوې او همدارنګه په امر خیل ښارګوټي کې هم په اوس وخت کې نوې ودانیزې چارې نه دي تر سترګو شوي.
د یادولو وړ ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو ریاست دنده لري چې د هېواد په بېلابېلو ښارګوټو او ښارونو کې د ودانیزو چارو د قانوني تطبیق څارنه وکړي.