د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې د ۶ استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۲/۲۹
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو رياست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنيکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې د ۶ رهایشي بلاکونو د ترمیم او رنګمالۍ پروژې څخه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي سعیدي وویل، د پروژې نږدې ۵۰٪ چارې تر دې دمه بشپړې شوې دي، چې د تخنیکي ټیم له خوا د یادې پروژې قراردادي شرکت ته د کیفیت د لوړوالي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې، تر څو پروژه په ټاکلي وخت او د مطلوب کیفیت سره بشپړه شي.
د یادولو وړ ده، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند رياستونه په دوامداره توګه د تعلیمي او عامه تاسیساتو د ترمیم، بیارغونې او ښاري خدمتونو د معیاري کولو لپاره څارنې ترسره کوي.
