زابل کې د شاه جوی ولسوالۍ اړوند د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۷/۰۲/۲۲
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د شاه جوی ولسوالۍ په مسجد شریف کې له ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.
ښاغلي ملا مسلم وویل، په دې څارنه کې څرګنده شوه چې د مسجد شریف د ګنبد د سیخ تړلو چارې، په ځینو ساحو کې د هوار کارۍ، د عمومي دروازې قالب بندي او د سیخونو پرې کول په عملي ډول روان دي.
د نوموړي په خبره، مسؤل ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې د منظور شوې نقشې مطابق، په ښه کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.
