د ننګرهار په طورخم کې د درې جوماتونو د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱/۲۸
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله سعیدي وايي،د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري د طورخم سیمې په عمري کمپ کې د درې جوماتونو د خط اچونې چارې رسماً پیل شوې.
ښاغلي مولوي سعیدي وویل، چې دغه پروژه د حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ عملي کېږي، او د خط اچونې چارې یې د ریاست تخنیکي ټیم پر مخ وړي، نوموړي ټینګار وکړ چې د یادو جوماتونو ټول ساختماني کارونه به د نقشې او پلان مطابق، په اساسي، معیاري او باکیفیته ډول ترسره شي.
ښاغلي سعیدي له تخنیکي ټیم سره د خبرو پر مهال سپارښتنه وکړه چې د یادو پروژو پر هر پړاو دې لازم نظارت وشي او ساختماني اصولو ته دې جدي پاملرنه وشي.