د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۹
کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې، د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو د دوه ټاکل شوو ساحو تخنیکي ارزونه وکړه.
ښاغلي مولوي طلحه وویل، ارزونه کې معلومه شوه چې لومړۍ ساحه زراعتي طبقه بندي لري او ودانۍ جوړول یې د ښاري اصولو خلاف دي او دوهمه ساحه تجارتي پلان شوې چې د اداري ودانۍ لپاره مناسبه نه ده.
د نوموړي په خبره، په همدې اساس د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم د ودانۍ جوړولو مخنیوی وکړ او لارښوونه یې وشوه چې د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره مناسبه ساحه د لچګلۍ په سیمه کې شتون لري چې د ماسټر پلان له مخې ځانګړې شوې ده.