په میدان وردک کې د یوې ودانیزې پروژې چارې وڅارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د تهکاو د کانکریټ اچونې او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قرارداي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.