په پکتیا ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۱/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په پکتیا ولایت کې سلګونه جریبه ځمکه سروې کړه.
همداراز د پکتیا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مفتي عبیدالله رشاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کډوالو او بیرته راستنیدونکو د ښارګوټي خط اچونه تر سره کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي په چوکاټ کې د نمرو د ترتیب چارې ګړندۍ کړي دي.