لوګر کې د احکامو فرامینو ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۲
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د احکامو فرامینو ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، د دې پروژې چارې (۷۵) سلنه مخته تللي چې پاتې (۲۵) سلنه چارې به یې په روان کال کې بشپړې شي.
د نوموړي په خبره، د قراردادۍ شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو پاتې چارې هم د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.