کابل ښار کې د ځمکو د تصفیې په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۰/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل دفتر کې د کابل ولایت د غصب مخنیوي کمېټې له مشر مولوي عبیدالله سره وکتل.
دواړو لوریو، په کابل کې د ځمکو د برخلیک په تړاو خبرې وکړې او دا چې څنګه کېدای شي د تصفیې چارې ژر بشپړې شي، تر څو د ښارونو او ښارګوټو ابادیو ته زمینه برابره شي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د تصفیې کېمټه دې د ښارګوټو جوړولو په موخه د ورلېږل شوو ځمکو اسناد او دوسیې په بشپړه توګه وګوري او وڅېړي او له هغې وروسته دې یې په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت ته د تائید او یا رد معلومات ورکړي.
نوموړي وویل، له هغې وروسته به د کور او ښار جوړولو وزارت تصمیم ونیسي، چې په کومو ځمکو او چاته د فعالیت اجازه ورکړي او په کومو هغو کې له احتیاط کار واخلي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې د ښارونو او ښارګوټو جوړولو لپاره د ځمکو حقوقي او تخنیکي ستونزې حل او له هغې وروسته اقدامات وکړي.