په لوګر کې د مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د یو باب مسجد شریف او کتابتون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، یاد مسجد شریف او کتابتون د لوړو زده کړو موسسې اړوند دي، چې له ودانیزو چارو یې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم څارنه کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.