کونړ کې نږدې څلور سوه بېرته راستانه شوو کورنیو ته نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۴
د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کونړ ته تللي پلاوي د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په (382) جریبه ځمکه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو په موخه د بنسټ ډبره کېښوده.
په دغه پلاوي کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني راستانه شویو کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ هم پیل کړه.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ (382) کورنیو ته د نمرو د وېش لړۍ پیل کړه چې، پاتې ثبت شویو کورنیو ته به هم د دغه ولایت په نورو برخو کې تثبیت شوې ځمکې ورکړل شي.
په ورته وخت کې هغه کورنیو چې د دایمي مېشت کېدو په موخه یې نمرې ترلاسه کړې خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت یې مننه وکړه چې په دغه برخه کې یې د دوی ستونزې ورحل کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، په ټولو ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو اړمنو کورنیو ته د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون له لوري د ورسپارل شوي لیست مطابق نمرې ورکړي.