په کابل کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې ودانیزې چارې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۶/۹/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د برنامو د انسجام ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالوهاب صدیقي وایي، په کابل کې د نیله باغ استوګنیزه پروژه چې، د بلاکونو په شکل کې (1400) کورونه دي، د ابادۍ چارې یې په چټکې روانې دي.
ښاغلی انجنیر صدیقي وایي، یاده پروژه چې، ودانیزې چارې یې تېر کال د رمضان المبارک میاشتې په (28) مه پیل شوې، تر دې دمه یې چارې (25) سلنه پر مخ تللي دي.
نوموړی وایي، مقابل لوري ژمنه ورکړې چې د یادې استوګنیزې پروژې ټولې چارې به په (38) میاشتو کې بشپړې کړي او د کور او ښار جوړولو وزارت ته به یې وسپاري.
یاده پروژه د څه د باندې (71) میلیون ډالرو په ارزښت د چین هېواد په بلاعوضه مرسته جوړېږي.
په اپارتمانونو او مسکن برخه کې د کیفیت او معیار خوندیتوب هغه څه دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت ورته ژمن دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، د هېوادوالو لپاره د مناسبې سرپناه په رامنځته کولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي او خلکو د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.