په میدان وردګ ولایت کې د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزوچارو څارنه تر سره شوه

۱۱/۹/۱۴۴۶
د میدان وردګ ولایت د کوراو ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه تر سر کړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، دمګړۍ د دې ترمینل د هموارکارۍ او ټپک کارۍ چارې روانې وې چې ترې څارنه تر سره شوه.
د نوموړي په خبره، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.