د یو شمېر ولایتونو د ستونزو پر حل خبرې وشوې

۱۴۴۶/۰۹/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لغمان، پکتیکا، میدان وردګ، پکتیا، لوګر او غزني ولایتونو د کور او ښار جوړولو له محترمو رئیسانو سره وکتل.
لومړی راغلو محترمو رئیسانو په خپلو ولایتونو کې د شته ښاري پراختیایي ستونزو، د پلانونو تطبیق په مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو، د مهاجرینو ښارګوټو، مسکن او نورو تخنیکي برخو د کې ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یې درلوده.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني یادو رئیسانو ته لازمې لارښوونې وکړې چې، په عملي کېدا سره به یې شته ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني ټینګار وکړ چې، په ځینو برخو کې دې اړوند والیان په جریان کې واچول شي او د هغوی په همکارۍ دې چارې پر مخ یوړل شي.
خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کېدل او چارې پر مخ وړل، د چارو تعقیب او څارنه، د نورو اړوندو ادارو د همکاریو جلبول او نورې سپارښتنې هغه څه وې چې، رئیسانو ته یې په تړاو خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت رئیسانو ژمنتیا ښودلې چې، ورسپارل شوې دندې به په سمه توګه، په ټاکلي وخت او اغېزمن ډول ترسره کوي.