د کابل موسهي ولسوالۍ کې ښاري تخلفات په ګوته شول

۱۴۴۶/۰۸/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په رالېږلو معلوماتو کې لیکلي، د ولسواليو د ښاري پرمختیايي پلانونو د نظارت تخنیکي ټیم یې، د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ ته د ښاري سرغړونو په ګوته کولو په موخه سفر کړی و.
ښاغلی مولوي حقاني لیکلي، یاد سفر د موسهي ستراتېژیک پلان په شمالي برخه کې د استوګنیزو ساحو د نظارت په موخه ترسره شو، او شته سرغړونې په ګوته شوې.
نوموړي زیاته کړې، په ساحه کې چې د ستراتېژیک پلان له مخې د استوګنې لپاره ځانګړي شوې ده، ځینې سرغړونې ترسره شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په استوګنیزه ساحه کې روغتیایي کلینیک جوړ شوی، ښوونځی جوړ شوی او هدیره په کې جوړه شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت په خپلو ټولو پلانونو کې د ژوند په تړاو ټولو فعالیتونو لپاره د معیار له مخې ځایونه مشخص کوي او باید په هماغه ځایونو کې مشخص شوي فعالیتونه ترسره شي چې، سرغړونه یې ښاري ګډوډي رامنځته کوي.