هلمند ولایت کې د یو غیر پلاني کار مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۰۷/۱٨
هلمند ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا یې د هلمند ولایت په مختار معلمین ساحه کې د یو غیر قانوني او غیر پلاني سوداګریز مارکېټ له جوړولو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي ناظم وایي، دغه سوداګریز مارکېټه د هلمند ښاروالۍ له لوري اجازه ورکړل شوې وه، خو په ټوله کې چاره غیر قانوني وه، نو دوی یې مخنیوی وکړ.
نوموړی وایي، دا چې د یاد مارکېټ ځمکه د قومانداني خدماتي ساحه وه، نو موضوع یې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو محترم کمېسیون ته راجع کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د ودانیزو پروژو په ځمکه او نورو چارو کې ټولې حقوقي او تخنیکي ستونزې حل کړي او بیا د فعالیت اجازه ورکړي.