غور ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

1446/7/8
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یو سف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې غور ولایت کې درې زره، نهه سوه او شپېته اعشاریه دوه څلور(3960.24) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د غور په مرکز حوض مرغان کې توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې موخه دا وه، چې په یاد ولایت کې استوګنیز ښارګوټی جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ځمکې د ښې او اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه سروې کوي او د مناسبې سرپناه برابرولو برخه کې ګامونه پورته کوي.