لوګر ولایت کې د یو روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۷/۷
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په ازرې ولسوالۍ کې د یو روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، د یادې ولسوالۍ د کوزه چترۍ روغتیایي کلینیک د تعمیر د اوسپنیز پوښ چارې په منظمه توګه سرته رسیدلي، د پلي لارو ځینې برخې یې د سړې هوا له امله ویجاړې شوي، چې قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وشوه.
نوموړی وایي، دغه راز یاد شرکت ته وویل شول، چې د هوا له بېرته ګرمېدو سره سم یاد کانکرېټ ویجاړ کړي او نوی کانکریټ واچوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې ترسره شي.