کندهار کې د خاکریز سړک له چارو څارنه وشوه

05/07/1446
کندهارولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، تخنیکي انجنیرانو یې د کندهارولايت د ارغنداب ولسوالۍ د شاه آغا له دوراهي یا له صفري نقطې تر خاکريز ولسوالۍ د(28km ) غځېدونکي سړک له چارو څارنه او ارزونه وکړه.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، یاد سړک د خاکریز او د کندهار له نېښ ولسوالۍ تېرېږي او د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ تر پولې رسېږي، چې تر هغې پورې (108km) اوږدوالي پیدا کوي.
نوموړی وایي، که څه هم دغه سړک تر بامیانو رسېږي، خو دوی یې کندهار ولایت کې د شته برخې څارنه او ارزونه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو دولتي پروژو څارنه او ارزونه کوي او له معیاریتوب یې ځان ډاډمنوي.