په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې
۱۴۴۶/۷/۱
د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د عمومي شاهراه د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي استقلال وویل، د دې مسجد شریف د احاطوي دیوال د سنګکارۍ، د احاطوي دیوال د کرسۍ سنګکاري، د تعمیر کندنکاري او نورې چارې روانې وې چې له چارو یې څارنه وشوه، ستونزې پیدا او قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه تر څو خپلې چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.
د یادولو ده، چې د ا.ا.ا د امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د هېواد د ټولو ولایتونو په لویو لارو کې د مسافرو لپاره مساجد جوړیږي چې ټول امکانات به لري.
