د ننګرهار ګمرک د موټرو تم ځای له چارو څارنه وشوه

1446/06/29
ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعید وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ګمرک ریاست اړوند په داخل کې د موټرو د تم ځای له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی قاري محمد نبي سعید وایي، یاده پروژه د ماليې محترم وزارت له لوري ترسره کېږي، چې چارې یې یو خصوصي شرکت پر مخ وړي او (8.54) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
نوموړی وایي، دمګړۍ په ساحه کې د هوارولو او لیول چارې روانې دي او دغه راز یې د کمپکشن ټسټ هم ترسره شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت له دولتي پروژو څارنه کوي او د معیار خوندیتوب برخه کې ټینګار لري.