جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څار پیل شو

۱۴۴۶/۰۶/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څار پیل کړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، له دغې چارې یې موخه دا ده چې په یاد ولایت کې ښاري تخلفات په ګوته او د مخنیوي لپاره یې د اړوندو ادارو سره لاس په کار شي.
نوموړی وایي، جوزجان کې یې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ولایتي مدیریت چارې هم و ارزولې او دغه راز یې د شبرغان ښار دولس (۱۲) تفصیلي پلانونه کتلي دي.
د یادولو وړ یې بولو، چې جوزجان لس (۱۰) ولسوالۍ لري او له ډلې یې یوازې دوه ولسوالۍ اقچه او درزاب تفصیلي پلانونه لري او پاتې نورې اته ولسوالیو ته به په راتلونکي کې جوړ شي.