سمنګان ولایت کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۶/۱۹
سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د مستوفیت له جوړېدونکو هټیو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي نوري وایي، دمګړۍ هلته په ساحه کې د لومړي پوړ د کړکیو او دروازو د نصب چارې او د ځینو برخو کانکرېټ اچولو چارې روانې دي، چې درې ډوله ټسټ او ازمایښت یې هم ترسره شو.
نوموړی وایي، د کانکرېټ د حرارت درجې ازمایښت، د سلنډر ازمایښت او د کانکرېټ د مقاومت ازمایښت هغه دې ډوله ازمایښتونه وو، چې واخیستل شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو پروژو کې د کانکرېټ او نورو چارو کیفیت او معیار ته پاملرنه کوي او اړوندو قراردادي شرکتونو او مسؤلینو ته د بېلا بېلې لارښوونې او سپارښتنې کوي.