وانټ وایګل ولسوالۍ کې د نیمه کاره پروژو له وضعیت جاج واخیستل شو

۱۴۴۶/۰۶/۱۴
نورستان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د شته نیمه کاره پروژو له وضعیت جاج واخیست.
ښاغلی مولوي برهاني وایي، دغه چاره یې له مرکز کابل د ورغلي هیئت سره په ګډه ترسره کړه.
نوموړی وایي، دغه راز یې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ د مارکېټ د تامیناتو هیئتي وکړه او بشپړ راپور یې د ولایت محترم مقام او د ښاروالۍ محترم مقام ته استولی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د شته ودانیزو پروژو له وضعیت جاج اخلي او دغه چاره د نورو اړوندو ادارو په همکارۍ او همغږۍ ترسره کوي.