په لوګر ولایت کې د استناف محکمې لپاره د مسجد شریف ودانیزې چارې پیل شوې

۱۴۴۶/۴/۵
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د استناف محکمې ریاست لپاره د مسجد شریف له ودانیزې چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي زاهد وویل، یاده مسجد شریف یې د استناف محکمي په غوښتنه طرحه اوډیزاین کړی، چې له ودانیزو چارو یې څارنه د دې ریاست تخنیکي ټيم کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د ادارو لپاره د تعمیرونو نقشې طرحه او ډیزاین کوي وروسته یې له ودانیزو چارو څارنه کوي.