د پراختیايي بودیجې د لګښت اړوند لومړنۍ ناسته وشوه

۱۴۴۶/۳/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د دې وزارت د اړوندو ریاستونو رئیسانو او مسؤلینو په شتون کې د پراختیايي بودیجې د لګښت اړوند لومړنۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې، مالي او اداري مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، د وزارت ټول اړوند ریاستونه دې د ستونزو په اړه فکر وکړي د حل لپاره دې لاس په کار شي او د بودیجې د لګښت په تړاو دې بیا کتنه وشي.
دغه راز په ناسته کې، په اداري سیستم کې د مکتوبونو په پرچټکتيا، د مجازات او مکافات اصل پر تطبیق، تخنیکي وسایلو پر کمښت او د حل په تړاو یې پر تګلارو، د ولایتي ریاستونو د ستونزو حل او نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
په دوام یې، په منظور شوو پروژو کې د ځنډ اصل پیدا کول او د حل لپاره یې کار کول او د ( NTA) بستونو د اړتیا او استخدام په تړاو خبرې وشوې.
اړوندو رئیسانو او مسؤلینو خپل نظریات شریک کړل او د راتلونکې لپاره یې د حل په موخه په جدي پلي کېدا ټینګار وشو.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه او کم وخت کې ترسره کړي.