په سر پل ولایت کې د ښاري تخلفاتو په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۹
د سر پل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا یې د سرپل ولایت په ښار کې د یو شمیر هغو ودانیو له ودانیزو چارو څارنه وکړه چې د دې ریاست لخوا یې نقشې ویزه شوې وې.
ښاغلي مولوي نوراني وویل، په سرپل ښار کې ټولې ودانیزې چیرې وڅارل شوې تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول سرته و رسیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه له ودانیزو چارو څارنه کوي تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول سرته و رسیږي.
