بلخ کې د مزار هوټل له ودانیزو چارو لیدنه او څارنه وشوه

۱۴۴۶/۰۲/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په بلخ ولایت کې د مزار هوټل له ودانیزو چارو لیدنه او څارنه وکړه او د چارو د لا بهتروالي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
په دغه لیدنه او څارنه کې، د نقشې له تطبیق، معیارونو، د کانکرېټ ټسټ او لابراتوار، کارول شوو سیخانو، کانکرېټ، اور وژنې سیستم، مسجدونو، پلې لارو، او نورو اړینو امکاناتو په اړه پوښتنې وشوې.
ښاغلي الحاج حمدالله نعماني، د یاد هوټل د چارو بهیر، کیفیت او معیار خوندیتوب په اړه ټینګار وکړ او قراردادي شرکت مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
یاد هوټل، چې په امارتي ځمکه کې جوړېږي د پنځلس کلونو لپاره د مالیې وزارت له لوري خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړی، چې په درې پوړونو کې جوړېږي او سلګونه هټۍ به ولري.
لومړی پوړ یې د درمل پلورونکو، دوهم پوړ یې د صرافۍ، درېیم هغه یې د بولۍ او بیا د هغې له پاسه مزار هوټل جوړېږي، چې په معیارونو به سمبال وي.
د یاد هوټل نقشه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري جوړه او د تطبیق برخه کې مسؤلیت هم لري، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق سرته ورسېږي