زابل ولایت کې د یوې دیني مدرسې له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۱/۲۵
زابل کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي دادګل مسلم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي دادګل مسلم وایي، په یاده مدرسه کې د نیمګړتیاوو په اړه یې د قرادادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د نوموړي په خبره، یاده مدرسه په درې پوړونو کې په اساسي شکل د (IDDF) مؤسسې له لوري جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د دینې زده کړو سلګونه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او پلان مطابق پر مخ ولاړې شي.
