د البیروني پوهنتون د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۱/۲۱
د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافی وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د البیروني پوهنتون د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي صافي وویل، یاد احاطوي دیوال ۳۰۰۰ متره اوږدوالي لري، چې ۳۱۴ جریبه څخه راتاو دی، چې عملي چارې یې څو کاله پخوا شروع شوې وې، دمګړۍ یې چارې ۹۵ نوي سلنه بشپړې شوې دي.
د صافي په خبره چې په دې احاطوي دیوال کې څلور دوه پوړیزه امنیتي ټاورونه او د دروازې د سر برج شامل دي، چې خشتکارۍ او پلستر کارۍ چارې هم بشپړې شوې دي چې د دې ریاست د انجنیزانو لخوا یې له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په مسلکي او معیاري ډول سرته و رسیږي.