کندز ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت د ځمکو سکېچ او کروکي ترسره کېږي
۱۴۴۶/۰۱/۱۶
کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د سپین زر دولتي شرکت د ځمکو معلومولو او تشخیص په موخه اقدام وکړ.
ښاغلی مولوي محمد رمضان کلیم وایي، تخنیکي ټیم یې د یادو ځمکو لپاره سکېچ او کروکي ترسره کوي او موقعیت به یې معلوم کړي.
تللی تخنیکي ټیم به د کار په پای کې بشپړ راپور په کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو له محترم ریاست سره شریک کړي او له هغې وروسته به لازم اقدامات ترسره شي.
د یو بل خبر له مخې، په کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي اومسلکي ټیم د دغه ولایت د پوهنتون اړوند درې ګونې ودانیو د ترمیم په موخه لومړنی براورد ترسره کړ.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ځمکو د سکېچ او کروکي ترڅنګ د ودانیزو چارو لپاره د لګښتونو دقیق براورد هم کوي.
