په هلمند ولایت کې د یتیمانو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۱
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نیک محمد وايي، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په هدایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یتیمانو د ښارګوټي د هستوګنیزو نمرو د تفصیلي پلان توپوګرافي سروې ترسره شوه.
د نوموړي په خبره، د یاد ښارګوټي پلان د ا.ا.ا د تیرې دورې په وخت کې جوړشوی و، چې چارې یې تر دې دمه ولاړې وې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت په اساس یې چارې پیل شوې.
د یادولو ده، چې د هلمند ولایت د څلور نورو ولسوالیو لپاره ماسټرپلان او تفصیلي پلانونه په نظر کې نیول شوي دي، تر څو د غیرې پلانې ودې مخه ونیول شي او ښاري نظم منځته راشي.