په کندهار ولایت کې د پنجوايي او ډنډ ولسواليو د حوزو لپاره نوې ودانې جوړیږي
۱۴۴۵/۱۱/۱۱
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د پنجوايي او ډنډ ولسوالیو د حوزو لپاره نوې اداري خونې جوړوي.
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس وویل، د دې ریاست تخنیکي ټیم دواړو ولسوالیو ته سفر کړی، هلته یې د اداري خونو لپاره ساحې په نښه کړي چې وروسته به یې نقشه طرحه او ډیزاین شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه د نورو ادارو په غوښتنه د ادارو تعمیرونو لپاره نقشه ډیزاین کوي وروسته یې دوی ته سپاري.
