په کندهار ولایت کې د یوې مدرسې جوړیدو لپاره لومړنۍ سروې تر سره شوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۱
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د محترم مقام په غوښتنه په ژړۍ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې د جوړیدو په موخه د ځمکې لومړنۍ سروې تر سره کړه.
مولوي عبدالمتین وویل، د ګډ هئیت په شتون کې د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند ۴۹ جریبه ځمکه د ښوونې او روزنې ریاست ته انتقال او لومړنۍ سروې یې تر سره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مسلکي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د اداري تعمیرونو لپاره ځمکې کروکي، سکیچ او مهندسي نقشې یې ترتیبوي وروسته یې دوی ته سپاري