په کونړولایت کې د یو سودا ګریز مارکیټ توپوګرافي وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۵
د کونړ ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د یوسودا ګریز مارکیټ توپوګرافي سروې تر سره کړه.
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله وویل، یاده ځمکه د قومونو، قبایلو او سرحدونو ریاست اړوند ده او د دې ریاست په غوښتنه یې توپوګرافي سروې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا تر سره شوه.
د کور او ښار جوړلو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشي ترتیبوي وروسته یې دوی ته اختیار کې ور کوي.