د لغمان پوهنتون د احاطوي دېوال څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۰/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د منظمې ښاري پراختیا، سرپناه برابرولو او بېلا بېلو پلانونو چمتو کولو ترڅنګ د کیفیت او معیار خوندیتبو په موخه د علمي او اکاډمیک موقعیتونو له ودانیو او چاپېریال څارنه کوي.
لغمان کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د پوهنتون له چاپېریالي دېوال څارنه وکړه.
د ښاغلي تېلوي په خبره، دمګړۍ د لغمان پوهنتون د چاپېریالي دېوال چارې روانې دي، مسلکي ټیم یې څارنه کوي او د چارو د لا ښه کیفیت په موخه یې لازمې لارښوونې کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې ټولې ودانیزې چارې د ښاري پلان، کیفیت او معیار سره سمې پر مخ لاړې شي.