د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۵/۹/۲۱
د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر محمد فهیم نورزاد وايي، وړ کسانو ته د دندو سپارلو په موخه یې له لسګونه کسانو څخه د دې ریاست د خالي بستونو لپاره برېښنايي ازموینه واخیسته.
د ښاغلي نورزاد په وینا، د یادو کسانو څخه د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو له لوري په برېښنايي بڼه ازموینه واخیستل شوه، چې د روڼتیا په موخه یې د ازموینې له پروسې دقیقه څارنه وشوه.
د نوموړي په وینا، د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو د ریاست اړوند شپږ خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه، چې له ډلې یې پنځه کسانو وکولای شول د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره خپلو ټاکلو بستونو ته بریالي شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ازادې سیالۍ له لارې د مرکز او ولایتونو د خالي بستونو له لارې ازموینې اخلي، تر څو خالي بستونو ته وړ او مسلکي کسان وګمارل شي.