د ګوسفندي ولسوالۍ د ښار ګوټي د دوه سوداګریزو بلاکونو له خط اچونې څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۲۰
د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د نوي جوړ شوي ښار ګوټي د دوه سوداګریزو بلاکونو د جوړولو په موخه خط اچونه تر سره کړه.
د نوموړي په وینا، د دې ښار ګوټي د دوه سوداګریزو بلاکونو خط اچونه د تفصیلي پلان مطابق تر سره او ځمکه یې د کار کولو لپاره هواره شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ډیری ښارونو او ښارګوټو لپاره تفصیلي پلانونه طرحه او ترتیب کړي او د تطبیق څخه یې څارنه کوي، تر څو یې چارې په مسلکي او معیاري ډول تر سره شي.