د عینو مېنې د۳۵۰ بستریز روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۹/۶
د کندهار د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د عینو مینې د ۳۵۰ بستریز روغتون د ای سي یو څانګې له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د نوموړي په وینا، د عینو مینې د ۳۵۰ بستریز روغتون د ای سي یو څانګې د ناروغانو د خونو، د ډاکټرانو د ناستې خونه او نورې اړوندې چارې د نوې نقشې مطابق ترمیم شوي دي او چارې یې د نقشې مطابق مخته روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو څخه څارنه کوي، تر څو یې چارې په انجنیري او مسلکي شکل تر سره شي.