د پکتیا مرکز ګردېز بالاحصار به ارزښت لرونکی کلتوري او ګرځندوی ځای وګرځي

۱۴۴۵/۰۸/۰۲
پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مفتي عبیدالله رشاد وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو او تاریخي ځایونو د ساتلو رئیس محترم انجنیر محمودجان دوست او ورسره مل تخنیکي هیئت دغه ولایت ته ورغلی، تر څو د ګردېز بالاحصار ساحې د بیارغونې او حفاظت په موخه د پاتې چارو سروې وکړي.
مفتي عبیدالله رشاد وایي، د کور او ښار جوړولو وزارت څخه راغلي پلاوي د ګرديز تاريخي بالاحصار بيارغونې د پاتې (۲۰) سلنه سروې د بشپړولو او ګډې همکارۍ په موخه د پکتيا ولايت محترم مقام، د اطلاعات او فرهنګ رياست، ګرديز ښاروالۍ او کور او ښارجوړولو رياست مسٶلينو سره ناستې وکړې.
له پخوانیو ښارونو او تاریخي ځایونو د حفاظت ریاست ویلي، د تاريخي بالاحصار پاتې (۲۰) سلنه سروې بشپړوي چې عملآ يې کار پرې روان کړی او په وینا یې بالاحصار به د هېواد په کچه تاريخي، کلتوري او ارزښت لرونکی ګرځندوی ځای وګرځي.
تخنیکي هیئت ویلي، بالاحصار د سياحت يوه تر ټولو مهمه سيمه ده، چې په رغېدو سره به یې زيات داخلي او خارجي سيلانيان راشي، ورسره به عوايد لوړ شي او د افغانستان یو ښه تصویر به وړاندې کړي.
ياد پلاوي د پاتې سروې بشپړولو په موخه د پکتيا ولايت په کچه د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې په یاده برخه کې ډاډ ورکړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د ګرديز تاريخي بالاحصار د سکندر مقدوني د یرغلونو په مهال جوړ شوی چې له نن څخه (۲۳۵۲) کاله پخوا تاريخي لرغونتوب لري.
یاده ساحه (۳۵۰) متره اوږدوالى او(۵۰) متره لوړوالی لري او د مرکز ګردېز ښار ختيځ لوري ته پر (۴۰) متره لوړه غونډۍ موقعيت لري.