د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په اړه ناسته وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د تقنیني اسنادو د پړاونو بشپړولو او بیاکتنې کمېټې خپله دېرشمه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د ښاري او ساختماني تخلفاتو مخنیوي مقررې او دغه راز د کورونو جوړولو پر طرزالعمل خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو، د طرزالعمل او مقررې په تړاو هر اړخیزې خبرې او نظرونه وړاندې کړل.
د ښاغلي بامیاني په مشرۍ ناسته کې، پرېکړه وشوه، چې پورته ذکر شوي طرزالعمل او مقرره یو ځل بیا وکتل شي او د لا بهتره کېدو په موخه دې یې راتلونکي تعدیلات او سمونې په راتلونکې ناسته کې شریکې شي