کونړ ولایت کې د یوه سړک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۱۵
کونړ کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د لومړۍ ناحیې اړوند د یو سړک د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.
موخه دا ده، چې د ژمي سړه هوا ده او په دغه موسم کې رغنیزې چارې بشپړ دقت او پاملرنې ته اړتیا لري.
د معلوماتو له مخې، کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کیفیت خوندیتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د یاد سړک د ترسره شوي کار کچه (۵۳٪) سلنه ښودل شوی، چې لا یې هم چارې دوام لري.