د هرات - کندهار پر لویه لاره د مسجدونو جوړولو په موخه ځمکه تثبیت شوه
1445/7/12
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه حفظه الله د حکم د تطبیق په موخه د کندهار ولایت د کور او ښار جوړلو ریاست په مشرۍ چې د کرنې، مالدارۍ ، ارشاد، حج او اوقافو، کانونو او پترولیم، استخباراتو، د ټولګټو چارو، امنیې قوماندانۍ او د ولایت مقام استازو ګډون کړی وو.
یاد هیئت، د کندهار - هرات پر لویه لاره د لوړې میوند ولسوالۍ او د کندهار - بولدک ترمنځ په لویه لاره د مسجدونو لپاره ځمکې تثبیت کړې.
د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه حفظه الله د (۳۵۸۴) ګڼې حکم پر اساس د هېواد په کچه ولایتونو ته په غځېدلو لویو لارو د مسافرینو( ښځینه او نارینه) وو د لمانځه د فریضې د اداء کولو په موخه مسجدونه جوړیږي.
ډیری ولایتونو ته په غځېدلو لارو د مسجدونو او د ځینو نورو انساني اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مناسب ځایونو د نشتون یا کمښت له کبله د یادو لارو مسافرین له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو/ دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.