هلمند ولایت کې د ایمرجنسي روغتونونو له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۱۱
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نېک محمد وايي، په دې ولایت کې د ایمرجنسي روغتونونو له رغنیزو چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه وشوه.
هلمند کې، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د لکړي په سیمه کې د ایمرجنسي روغتون او د مارجې ولسوالۍ د شین غزک سیمه کې د ایمرجنسي روغتونونو له رغنیزو چارو څارنه کړې، چې قراردادي شرکت ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي.
موخه دا ده، تر څو د دې پروژو چارې د قرارداد پاڼې مطابق په انجینري او مسلکي اصولو برابرې سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي انجنیران د پروژو مسؤلینو او قرارداد شرکتونو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کوي، تر څو د پروژو چارې د شرط پاڼې مطابق په معیار او کیفیت برابرې مخته یوسي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.