دشت لیلې کې د یو مسجد شریف له رغنیزو چارو څارنه وشوه
3/7/1445
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دغه ولایت د محترم والي قاري ګل حیدر شفق په هدایت یې دشت لیلې ته سفر وکړ او هلته یې د یو مسجد شریف له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی فیضان وایي، په دغه سفر کې ورسره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي علومو د تحقیقاتو رئیس او په یاد ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو رئیس ملتیا کوله.
نوموړی وایي، ورسره تخنیکي ټیم یې رغنیزې چارې یې له نږدې وکتلې او اړوندو انجنیرانو او مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
دغه راز په یاد سفر کې د دشت لیلې شهیدانو سپېڅلي روح ته دعا وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز، ولایتونو، ښارونو او ولسوالیو کې د نورو ادارو په غوښتنه له رغنیزو چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت