پروان ولایت کې د ښاري ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه
۱۴۴۵/۶/۲۶
د کور او ښار وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو له رئیس محترم انجنیر نعمت الله حنیف سره وکتل.
په دې ناسته کې، پروان ولایت کې د منظمې ښاري پراختیا، د ښاري ستونزو حل او سرغړونو د مخنیوي په تړاو خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر پروان ولایت کې د ښاري پراختیا په موخه لازمې لارښوونې او د سرغړونو د مخنیوي په تړاو یې جدي سپارښتنې وکړې.
د پروان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اصولو او معیارونو سره سم پرمخ وړي او هیچا ته به د خپل سرو رغنیرو چارو د پیلولو اجازه ورنه کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.