سرپل ولایت کې د پوهنې وزارت له یوې پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۱۷
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس داملا محمد نور نورزاد وایي، مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د پوهنې امریت اړوند د یوې پروژې څارنه وکړه.
نوموړی وایي، دغه چاره د سرپل ولایت محترم مقام په لارښوونه او د پوهنې امریت د استازي په شتون کې ترسره شوه، چې مسلکي انجنیران ساحې ته له نږدې ورغلي او څارنه یې کړې ده.
د راپور له مخې، د پروژې ټولې چارې بشبړې شوې دي او دمګړۍ کومه ستونزه نه لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت د تعمیراتي او رغنیزو پروژو له رغنیزو چارو د کیفیت خوندیتوب په موخه څارنه کوي، چې تر دې دمه یې بېلا بېلې ادارې له فعالیتونو خوښې دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.